کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې ماکائو ته ۹-۰ ماتې ورکړه

2 عقرب 1403 ساعت 23:51

د هېواد د فوټبال د ١٧ کلنو ملي لوبډلې د اسيايي هېوادونو د جام د غوراوي په سياليو کې د فيليپين د ملي لوبډلې پر وړاندې د لويو ګولونو له بريا وروسته په دويمه لوبه کې د ماکائو ملي لوبډلې ته د ٩-٠ په توپير ماتې ورکړه.


آوا: دغه لوبه نن چهارشنبه د عقرب په ۲ مه د کمبودیا په پنه اولمپیک لوبغالي کې ترسره شوه.
د افغانستان له لوري دوه ګولونه وارث شیرزي، محمد نوروزي، ارش احمدي، سهیل سروري، نصیر احمد محمدي، نوید محبوبي، وارث رضايي او یاسر صافي ترسره کړل.
د هېواد د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډله به د جمعې په ورځ د ۴ اسکارپینز له کوربه [کمبودیا] سره مخامخ شي.
د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډله د اسیا د ملتونو جام د غوراوي په سیالیو کې د ماکائو، فیلیپین، بنګله دېش او کمبودیا په څېر په ګروپ کې ده.
افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې د فیلیپین د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې ته د ۸-۰ په توپیر ماتې ورکړه.


د مطلب کود: 299173

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299173/د-هېواد-۱۷-کلنو-فوټبال-ملي-لوبډلې-ماکائو-ته-۹-۰-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.net