افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د انرژی او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر وایي، چې په زابل ولایت کې د توري بند د یو شمیر مسؤلینو په حضور کې نن پنجشنبه پرانستل شو.
د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، دغه بند د ۱۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ملي پراختیايي شرکت له خوا جوړ شوی او د ۵۶۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري.
د پرانستې په مراسمو کې د انرژۍ او اوبو، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارتونو رئیسانو ګډون کړی و.
بزګرانو د بند د جوړېدو له امله د اسلامي امارت مننه وکړه او ويې ويل چې د اوبو په درلودلو سره به يې کرنې ته وده ورکړي.