کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په زابل ولایت کې د ۱۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د توري بند پرانیستل شو

5 میزان 1403 ساعت 16:08

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت اعلان وکړ چې د زابل ولایت د توري بند د ۱۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اسلامي امارت د یو شمیر مسوولینو په حضور کې د ملي پراختیایي شرکت له خوا پرانیستل شو.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د انرژی او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر وایي، چې په زابل ولایت کې د توري بند د یو شمیر مسؤلینو په حضور کې نن پنجشنبه پرانستل شو.
 
د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، دغه بند د ۱۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ملي پراختیايي شرکت له خوا جوړ شوی او د ۵۶۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري.
 
د پرانستې په مراسمو کې د انرژۍ او اوبو، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارتونو رئیسانو ګډون کړی و.
 
بزګرانو د بند د جوړېدو له امله د اسلامي امارت مننه وکړه او ويې ويل چې د اوبو په درلودلو سره به يې کرنې ته وده ورکړي.


د مطلب کود: 297438

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297438/په-زابل-ولایت-کې-د-۱۲۷-میلیونه-افغانیو-لګښت-توري-بند-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.net