دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۲۵
د مطلب کود : 296960
په پروان ولايت کې د څه دپاسه څلور ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د يوې شبکې د جوړولو کار پيل شو
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د څلور میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو کار پیل کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د څه باندې دوه نیمو لکو په ارزښت د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ د منډیګل کلي ته څېرمه د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو چارې پیل شوې. 

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې شبکه کې د (۴۰) متر مکعب په اندازه د اوبو د زېرمه کولو ټانک جوړول، د (۴۳۸) د اوبو د نلونو نصبول، د (۲۴) لمریزې تختې نصبول او د (۷۰۰۰) مترو په اوږدوالي د پایپ نصبول شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې د يادې شبکې د کار پر مهال لسګونه کارګرانو ته د کار زمينه برابره شوې او په بشپړېدو سره به يې د يادو کليو (٤٣٨) کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
https://avapress.com/vdch--niv23nwwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته