کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پروان ولايت کې د څه دپاسه څلور ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د يوې شبکې د جوړولو کار پيل شو

26 سنبله 1403 ساعت 15:25

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د څلور میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو کار پیل کړ.


آوا - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د څه باندې دوه نیمو لکو په ارزښت د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ د منډیګل کلي ته څېرمه د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو چارې پیل شوې. 

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې شبکه کې د (۴۰) متر مکعب په اندازه د اوبو د زېرمه کولو ټانک جوړول، د (۴۳۸) د اوبو د نلونو نصبول، د (۲۴) لمریزې تختې نصبول او د (۷۰۰۰) مترو په اوږدوالي د پایپ نصبول شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې د يادې شبکې د کار پر مهال لسګونه کارګرانو ته د کار زمينه برابره شوې او په بشپړېدو سره به يې د يادو کليو (٤٣٨) کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.


د مطلب کود: 296960

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296960/په-پروان-ولايت-کې-د-څه-دپاسه-څلور-ميليونه-افغانيو-لګښت-اوبو-رسولو-يوې-شبکې-جوړولو-کار-پيل-شو

آوا
  https://www.avapress.com