دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۲۰
د مطلب کود : 296950
مالیې وزارت: د تېر حکومت له دوه میلیارده افغانیو زیات پورونه مو بهرنیو ادارو ته ورکړي دي
د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د اسلامي امارت د رهبرۍ د پرېکړې پر اساس دغه وزارت د ۲،۷ میلیارده افغانیو په ارزښت یو شمېر بهرنیو بنسټونو ته د تېرې ادارې پورونه ورکړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د پرېکړې په رڼا کې به د تېرې ادارې ټول پورونه ادا شي.

دغه وزارت وايي چې له دې پیسو څخه ۹۱۰ میلیونه یې نړیوال بانک او ۱.۹ میلیارده یې د اسیا پراختیايي بانک ته ورکړل شوي دي.

خو د مالیې وزارت وايي، چې د امیرالمومنین د فرمان له مخې په روان لمریز کال کې د بهرنیو بنسټونو د پورونو د ورکړې لپاره په بودیجه کې یوه اندازه بودیجه ځانګړې شوې ده، چې د دغو ادارو د غوښتنې سره سم به ورکړل شي. 

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د برشنا شرکت مسوولينو هم اعلان کړى و، چې د پخوانۍ ادارې له پورونو څخه يې ٦٢٧ ميليونه ډالره څلورو ګاونډيو هېوادونو ته ورکړي دي.
https://avapress.com/vdcgn39xzak9yy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته