کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مالیې وزارت: د تېر حکومت له دوه میلیارده افغانیو زیات پورونه مو بهرنیو ادارو ته ورکړي دي

26 سنبله 1403 ساعت 13:20

د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د اسلامي امارت د رهبرۍ د پرېکړې پر اساس دغه وزارت د ۲،۷ میلیارده افغانیو په ارزښت یو شمېر بهرنیو بنسټونو ته د تېرې ادارې پورونه ورکړي دي.


آوا - کابل: د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د پرېکړې په رڼا کې به د تېرې ادارې ټول پورونه ادا شي.

دغه وزارت وايي چې له دې پیسو څخه ۹۱۰ میلیونه یې نړیوال بانک او ۱.۹ میلیارده یې د اسیا پراختیايي بانک ته ورکړل شوي دي.

خو د مالیې وزارت وايي، چې د امیرالمومنین د فرمان له مخې په روان لمریز کال کې د بهرنیو بنسټونو د پورونو د ورکړې لپاره په بودیجه کې یوه اندازه بودیجه ځانګړې شوې ده، چې د دغو ادارو د غوښتنې سره سم به ورکړل شي. 

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د برشنا شرکت مسوولينو هم اعلان کړى و، چې د پخوانۍ ادارې له پورونو څخه يې ٦٢٧ ميليونه ډالره څلورو ګاونډيو هېوادونو ته ورکړي دي.


د مطلب کود: 296950

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296950/مالیې-وزارت-د-تېر-حکومت-له-دوه-میلیارده-افغانیو-زیات-پورونه-مو-بهرنیو-ادارو-ته-ورکړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com