افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال مولوی عبدالرحمن راشد سمنګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سمنګان ولایت له مرستیال والی سره وکتل او د استوګنې د کورونو د جوړولو اعلان یې وکړ.
هغه وايي: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست د ستونزو د څیړلو په موخه سمنګان ولایت ته سفر کوم او د دغه ریاست د فعالیتونو د لا ښه والي لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.
مولوي رشید څرګنده کړه، چې ډېر ژر به په سمنګان ولایت کې د ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت د کډوالو او راستنېدونکو لپاره ۱۲۰ کورونه جوړ شي او د دغو کورونو د جوړولو لګښت به د «UNHCR» موسسې له خوا ورکړل شي.
د يادونې وړ ده، چې سمنګان د هېواد په شمال کې يو له غرنيو ولايتونو څخه دى، چې له شمالي ولايتونو څخه تر مرکز پورې لويې لارې تېرېږي.