د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مسلکي معین سمنګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د مهاجرینو او راستنیدونکو لپاره د ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲۰ استوګنیزو کورونو د جوړولو د پیل خبر ورکړ.
په سمنګان ولایت کې د کډوالو او راستنیدونکو لپاره د ۱۲۰ هستوګنې کورونه جوړیږي
19 سنبله 1403 ساعت 14:27
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مسلکي معین سمنګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د مهاجرینو او راستنیدونکو لپاره د ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲۰ استوګنیزو کورونو د جوړولو د پیل خبر ورکړ.
آوا - مزارشریف: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال مولوی عبدالرحمن راشد سمنګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سمنګان ولایت له مرستیال والی سره وکتل او د استوګنې د کورونو د جوړولو اعلان یې وکړ.
هغه وايي: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست د ستونزو د څیړلو په موخه سمنګان ولایت ته سفر کوم او د دغه ریاست د فعالیتونو د لا ښه والي لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.
مولوي رشید څرګنده کړه، چې ډېر ژر به په سمنګان ولایت کې د ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت د کډوالو او راستنېدونکو لپاره ۱۲۰ کورونه جوړ شي او د دغو کورونو د جوړولو لګښت به د «UNHCR» موسسې له خوا ورکړل شي.
د يادونې وړ ده، چې سمنګان د هېواد په شمال کې يو له غرنيو ولايتونو څخه دى، چې له شمالي ولايتونو څخه تر مرکز پورې لويې لارې تېرېږي.
د مطلب کود: 296592