دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 296564
په بادغیس ولایت کې پر ۲۷ کروندګرو ښځو د مرستې بستې وویشل شوه
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په بادغیس ولایت کې پر ۲۷ کرنیزو مېرمنو د مرستو بستې وېشلې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د کرنیزو میرمنو لپاره د مرستې بسته بندي اعلان کړه.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د سولې بنسټ په همکارۍ له دغو مرستو څخه ۲۷ ښځینه کارکوونکې ګټه پورته کړې.

د یادونې وړ ده چې په مرستو کې د میوو او جوس ماشین، د پخلنځي د وسایلو یوه کڅوړه، د ګاز ډبې، یوه لوښي، یو بالټ او یو ډیجیټل پیمانه شامل دي.

همدارنګه د کرنې وزارت وايي، چې دغه بستې به په بالامرغاب ولسوالۍ کې ۵۰ تنو او په قادس ولسوالۍ کې ۳۸ تنو ته وویشل شي.
https://avapress.net/vdch--nik23nwmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته