کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بادغیس ولایت کې پر ۲۷ کروندګرو ښځو د مرستې بستې وویشل شوه

19 سنبله 1403 ساعت 10:47

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په بادغیس ولایت کې پر ۲۷ کرنیزو مېرمنو د مرستو بستې وېشلې دي.


آوا - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د کرنیزو میرمنو لپاره د مرستې بسته بندي اعلان کړه.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د سولې بنسټ په همکارۍ له دغو مرستو څخه ۲۷ ښځینه کارکوونکې ګټه پورته کړې.

د یادونې وړ ده چې په مرستو کې د میوو او جوس ماشین، د پخلنځي د وسایلو یوه کڅوړه، د ګاز ډبې، یوه لوښي، یو بالټ او یو ډیجیټل پیمانه شامل دي.

همدارنګه د کرنې وزارت وايي، چې دغه بستې به په بالامرغاب ولسوالۍ کې ۵۰ تنو او په قادس ولسوالۍ کې ۳۸ تنو ته وویشل شي.


د مطلب کود: 296564

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/296564/په-بادغیس-ولایت-کې-پر-۲۷-کروندګرو-ښځو-د-مرستې-بستې-وویشل-شوه

آوا
  https://www.avapress.net