افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بلخ د والي ویاند عطاء الله زید د دغه ولایت په چمتال او چهاربولک ولسوالیو کې د څو کلنو خپلمنځي دښمنۍ د پای اعلان وکړ.
د هغه په وينا، د چهاربولک ولسوالۍ د اوسېدونکو ګل اغا قمرالدين، بسم الله او محمد عمر د کورنيو ترمنځ ٣٠ کلنه شخړه او دښمني د دولتي چارواکو په مرسته په دوستۍ بدله شوه.
د بلخ د والي وياند دغه راز زياته کړه، چې په يوه بله پېښه کې د دغه ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د دوو قومونو تر منځ څو کلنه دښمني، چې له امله يې يو تن وژل شوى او درې نور ټپيان دي، د دولت په مداخلې سره پاى ته ورسېد.
نوموړی وايي: په بلخ ولایت کې د خلکو د ستونزو حل او د کورنیو او قومونو دښمني د چارواکو له لومړیتوبونو څخه ده او د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په هېواد کې د دوستۍ او اختلافاتو د حل فضا برابره شوې ده.
هغه زياته کړه، د بلخ والي د کورنيو او قومونو تر منځ د شخړو، جګړو او دښمنيو پر ختمېدو ټينګار کوي او د اسلام د حکم او د علماوو د وينا له مخې مسلمانان سره وروڼه دي او د مسلمانانو لپاره دا جواز نه لري.
زید وویل: مشرانو د یووالي په اصولو او ټینګښت ټینګار وکړ ځکه چې د اختلافاتو او دښمنیو دوام د تاریخ تر ټولو بده پایله ګڼل کیږي او نن باید د خدای رسۍ ته غاړه کیږدو او له تفرقې څخه ډډه وکړو.
د يادونې وړ ده، چې د کورنيو او خپلوانو د دښمنۍ د هواري لپاره غونډې په دوديزه توګه د قومي جرګې تر عنوان لاندې جوړېږي او د شخړې ښکېلې خواوې يو بل ته په بښنې او غېږې ورکولو سره شخړې پای ته رسوي.