کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ ولایت په چهاربولک او چمتال ولسوالیو کې د کورنۍ او قومي دښمنۍ دوه پېښې پای ته ورسېدې

19 سنبله 1403 ساعت 9:44

د بلخ د والي وياند وايي، چې د سيمه ييزو چارواکو د هڅو په پايله کې د چمتال ولسوالۍ د قومي شخړې او د دغه ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د کورنۍ دښمنۍ يوه قضيه حل شوه.


آوا - مزار شریف: د بلخ د والي ویاند عطاء الله زید د دغه ولایت په چمتال او چهاربولک ولسوالیو کې د څو کلنو خپلمنځي دښمنۍ د پای اعلان وکړ.

د هغه په ​​وينا، د چهاربولک ولسوالۍ د اوسېدونکو ګل اغا قمرالدين، بسم الله او محمد عمر د کورنيو ترمنځ ٣٠ کلنه شخړه او دښمني د دولتي چارواکو په مرسته په دوستۍ بدله شوه.

د بلخ د والي وياند دغه راز زياته کړه، چې په يوه بله پېښه کې د دغه ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د دوو قومونو تر منځ څو کلنه دښمني، چې له امله يې يو تن وژل شوى او درې نور ټپيان دي، د دولت په مداخلې سره پاى ته ورسېد. 

نوموړی وايي: په بلخ ولایت کې د خلکو د ستونزو حل او د کورنیو او قومونو دښمني د چارواکو له لومړیتوبونو څخه ده او د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په هېواد کې د دوستۍ او اختلافاتو د حل فضا برابره شوې ده.

هغه زياته کړه، د بلخ والي د کورنيو او قومونو تر منځ د شخړو، جګړو او دښمنيو پر ختمېدو ټينګار کوي او د اسلام د حکم او د علماوو د وينا له مخې مسلمانان سره وروڼه دي او د مسلمانانو لپاره دا جواز نه لري. 

زید وویل: مشرانو د یووالي په اصولو او ټینګښت ټینګار وکړ ځکه چې د اختلافاتو او دښمنیو دوام د تاریخ تر ټولو بده پایله ګڼل کیږي او نن باید د خدای رسۍ ته غاړه کیږدو او له تفرقې څخه ډډه وکړو.

د يادونې وړ ده، چې د کورنيو او خپلوانو د دښمنۍ د هواري لپاره غونډې په دوديزه توګه د قومي جرګې تر عنوان لاندې جوړېږي او د شخړې ښکېلې خواوې يو بل ته په بښنې او غېږې ورکولو سره شخړې پای ته رسوي.


د مطلب کود: 296559

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/296559/د-بلخ-ولایت-په-چهاربولک-او-چمتال-ولسوالیو-کې-کورنۍ-قومي-دښمنۍ-دوه-پېښې-پای-ته-ورسېدې

آوا
  https://www.avapress.net