دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۷
د مطلب کود : 296490
په میدان وردګ ولایت کې د ۸۰۰ زره ډالرو په لګښت د یوه دارالایتام د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د میدان وردګ ولایت چارواکو د ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه دارالایتام د جوړېدو د پیل خبر ورکړی، چې د ۸۰۰ یتیمانو ظرفیت لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګ ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې په دغه ولایت کې د ۸۰۰ زره ډالرو په ارزښت د یوه عصري دارالایتام د بنسټ ډبره د دې ادارې د عمومي رئیس او والي په حضور کې کېښودل شوه. 

د دې خبرپاڼې له مخې، دغه یتیم خانه به د دولتي چارواکو او پانګوالو په مالي مرسته په اته جریبه ځمکه کې جوړه شي، چې په یو وخت کې به د ۸۰۰ یتیمانو ظرفیت ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت چارواکو ملت ته د حکومت د حساب ورکونې په پروګرام کې د هېواد پر څه باندې ۶۰۰ زره یتیمانو او معلولینو باندې د څه باندې ۱۵،۵ میلیارد افغانیو د نغدو پیسو د وېش اعلان کړی او ویلي یې دي تېر کال چې سرپرست حکومت له ټولو معلولینو، یتیمانو او بې کوره ښځو سره یو شان چلند کوي.
https://avapress.com/vdcf1vd0xw6d1ja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته