افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې چې د پنجشنبې په ورځ تر سره شوه، تکاوشي کرومیا د نشه يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت د جدي او مؤثرې مبارزې ستاینه وکړه او له افغانستان سره یې د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
هغه وويل، جاپان له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د لس ميليونو ډالرو مرستې اعلان کړى دى.
کوروميا زياته کړه، د جاپان حکومت غواړي د افغانستان د ميراثونو او تاريخي زېرمو د ساتنې او د اړوندو څانګو د ظرفيتونو د لوړولو په موخه په کابل کې د ملي موزيم لپاره درې سوه زره ډالره ځانګړي کړي.
په کابل کې د جاپان سفیر یادونه وکړه چې هېواد یې د افغاني ټولنې ارزښتونو ته درناوی لري، توکیو د اسلامي امارت له پرمختګونو څخه څارنه کوي او د G7 هیوادونو او اسلامي امارت تر منځ د اړیکو د ټینګښت لپاره کار ته دوام ورکوي.
په همدې حال کې د لومړي وزير سياسي مرستيال د افغانستان او جاپان پياوړو اړيکو ته په اشارې سره وويل چې د کابل او توکيو اړيکې ډېرې مهمې او د دواړو هېوادونو په ګټه دي. نوموړي همدا راز جاپان د اسلامي امارت د بهرني سیاست یوه مهمه برخه وبلله.
مولوي عبدالکبیر هیله څرګنده کړه، چې د دوحې د دریمې ناستې مکلفیتونه به ژر تر ژره عملي شي او یادونه یې وکړه، چې اسلامي امارت د یوه مسؤل حکومت په توګه خپل ټول مسوولیتونه په یوازې سر او د هیچا له مرستې پرته ترسره کړي دي.
نوموړي په ډاګه کړه، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت عالي کمېسیون به ډېر ژر خپل عملي کار پیل کړي او له اړوندو څانګو او بنسټونو سره به ناسته ولري.