کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جاپان په افغانستان کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي جوړوي

17 سنبله 1403 ساعت 9:17

په کابل کې د جاپان سفیر د لومړي وزیر له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې وویل، هېواد یې په پام کې لري چې د افغانستان په ۹ ولایتونو کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي جوړ کړي.


آوا - کابل: د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې چې د پنجشنبې په ورځ تر سره شوه، تکاوشي کرومیا د نشه يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت د جدي او مؤثرې مبارزې ستاینه وکړه او له افغانستان سره یې د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

هغه وويل، جاپان له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د لس ميليونو ډالرو مرستې اعلان کړى دى.

کوروميا زياته کړه، د جاپان حکومت غواړي د افغانستان د ميراثونو او تاريخي زېرمو د ساتنې او د اړوندو څانګو د ظرفيتونو د لوړولو په موخه په کابل کې د ملي موزيم لپاره درې سوه زره ډالره ځانګړي کړي.

په کابل کې د جاپان سفیر یادونه وکړه چې هېواد یې د افغاني ټولنې ارزښتونو ته درناوی لري، توکیو د اسلامي امارت له پرمختګونو څخه څارنه کوي او د G7 هیوادونو او اسلامي امارت تر منځ د اړیکو د ټینګښت لپاره کار ته دوام ورکوي.

په همدې حال کې د لومړي وزير سياسي مرستيال د افغانستان او جاپان پياوړو اړيکو ته په اشارې سره وويل چې د کابل او توکيو اړيکې ډېرې مهمې او د دواړو هېوادونو په ګټه دي. نوموړي همدا راز جاپان د اسلامي امارت د بهرني سیاست یوه مهمه برخه وبلله.

مولوي عبدالکبیر هیله څرګنده کړه، چې د دوحې د دریمې ناستې مکلفیتونه به ژر تر ژره عملي شي او یادونه یې وکړه، چې اسلامي امارت د یوه مسؤل حکومت په توګه خپل ټول مسوولیتونه په یوازې سر او د هیچا له مرستې پرته ترسره کړي دي.

نوموړي په ډاګه کړه، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت عالي کمېسیون به ډېر ژر خپل عملي کار پیل کړي او له اړوندو څانګو او بنسټونو سره به ناسته ولري.


د مطلب کود: 296425

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296425/جاپان-په-افغانستان-کې-۱۶۵-لومړني-ښوونځي-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.com