افغان غږ خبری آژانس - تهران: د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د پنجشنبې په ورځ د شیراز ښار ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل: د بهرنیانو تنظیم به ډیر ژر پیل شي او خلک باید ډاډمن شي پلان به په بشپړه بڼه د یو مناسب پروګرام سره تطبیق شي او د سیمه ایزو او ګاونډیو ملحوظاتو په پام کې نیولو سره.
د ایران د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه: یو له هغو لومړیتوبونو څخه چې موږ یې په پارلمان کې اعلان کړ د بهرنیو اتباعو د تنظیم موضوع ده او په دې برخه کې یو جامع حکم صادر شوی او ژر به عملي شي په دې برخه کې د غیرقانوني اتباعو ایستل شامل دی.
دا په داسې حال کښې دی چې ویل کیږی په دې وروستیو کښې د ایران د اسلامی شورا لخوا د ملی وحدت د تنظیمولو په زمینه کښې یو پلان وړاندې شوی دی.