کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران د کورنیو چارو وزیر: د سیمه ایزو او ګاونډیو ملحوظاتو سره د بهرنیو اتباعو تنظیم به ډیر ژر پیل شي

15 سنبله 1403 ساعت 13:50

د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومنی وویل په دغه هیواد کښې به د خارجی اتباعو تنظیم ډیر ژر پیل شی او په دې لړ کښې لومړی ګام د غیر قانونی او بې جوازه اتباعو ایستل دی.


آوا - تهران: د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د پنجشنبې په ورځ د شیراز ښار ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل: د بهرنیانو تنظیم به ډیر ژر پیل شي او خلک باید ډاډمن شي پلان به په بشپړه بڼه د یو مناسب پروګرام سره تطبیق شي او د سیمه ایزو او ګاونډیو ملحوظاتو په پام کې نیولو سره.

د ایران د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه: یو له هغو لومړیتوبونو څخه چې موږ یې په پارلمان کې اعلان کړ د بهرنیو اتباعو د تنظیم موضوع ده او په دې برخه کې یو جامع حکم صادر شوی او ژر به عملي شي په دې برخه کې د غیرقانوني اتباعو ایستل شامل دی.

دا په داسې حال کښې دی چې ویل کیږی په دې وروستیو کښې د ایران د اسلامی شورا لخوا د ملی وحدت د تنظیمولو په زمینه کښې یو پلان وړاندې شوی دی.


د مطلب کود: 296388

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296388/د-ایران-کورنیو-چارو-وزیر-سیمه-ایزو-او-ګاونډیو-ملحوظاتو-سره-بهرنیو-اتباعو-تنظیم-ډیر-ژر-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com