دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 296360
د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د نیوزیلنډ په وړاندې بریا خپله کړه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په تایلنډ کې د پنځو هېوادونو د فوټسال سیالیو په لړ کې په خپله دریمه لوبه کې د نیوزیلنډ د فوټسال ملي لوبډلې ته د ۵-۱ په توپیر ماتې ورکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دې لوبې لومړۍ نیمايي چې د کابل پر وخت ماسپښین ۱۴ بجې پیل شوې وه، د ۱-۱ په پایلې سره پای ته ورسېده.

خو په دوهمه نیمايي کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لوبې کنټرول په خپل لاس کې واخیست او نیوزیلنډ ته یې څلور ځله ګول ورکړ.

د افغانستان لپاره امید غضنبري دوه، مهران غلامي، فرزاد محمودي او حمید حسیني یو یو ګول ترسره کړ.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې له دې وړاندې ګواتیمالا ته ماتې ورکړې وه او کویټ ته یې ماتې ورکړې وه.

د افغانستان، تایلنډ، ګواتیمالا، نیوزیلنډ او کویټ لوبډلو په ګډون د تایلنډ په کوربه توب د فوټسال د کانټینینټل سیالۍ د اګست په ۲۹مه پیل شوې او د سپټمبر تر شپږمې به دوام وکړي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به په تایلنډ کې تر سیالیو وروسته د فوټسال په نړیوال جام کې د ګډون لپاره ازبکستان ته ولاړه شي.
https://avapress.com/vdcb00b5grhb9fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته