کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د نیوزیلنډ په وړاندې بریا خپله کړه

15 سنبله 1403 ساعت 9:42

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په تایلنډ کې د پنځو هېوادونو د فوټسال سیالیو په لړ کې په خپله دریمه لوبه کې د نیوزیلنډ د فوټسال ملي لوبډلې ته د ۵-۱ په توپیر ماتې ورکړه.


آوا - کابل: د دې لوبې لومړۍ نیمايي چې د کابل پر وخت ماسپښین ۱۴ بجې پیل شوې وه، د ۱-۱ په پایلې سره پای ته ورسېده.

خو په دوهمه نیمايي کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لوبې کنټرول په خپل لاس کې واخیست او نیوزیلنډ ته یې څلور ځله ګول ورکړ.

د افغانستان لپاره امید غضنبري دوه، مهران غلامي، فرزاد محمودي او حمید حسیني یو یو ګول ترسره کړ.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې له دې وړاندې ګواتیمالا ته ماتې ورکړې وه او کویټ ته یې ماتې ورکړې وه.

د افغانستان، تایلنډ، ګواتیمالا، نیوزیلنډ او کویټ لوبډلو په ګډون د تایلنډ په کوربه توب د فوټسال د کانټینینټل سیالۍ د اګست په ۲۹مه پیل شوې او د سپټمبر تر شپږمې به دوام وکړي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به په تایلنډ کې تر سیالیو وروسته د فوټسال په نړیوال جام کې د ګډون لپاره ازبکستان ته ولاړه شي.


د مطلب کود: 296360

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296360/د-هېواد-فوټسال-ملي-لوبډلې-نیوزیلنډ-په-وړاندې-بریا-خپله-کړه

آوا
  https://www.avapress.com