دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 296295
د فوټسال ملي لوبډله نن له کویټ سره لوبه کوي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د ګواتیمالا پر وړاندې له لومړۍ بریا وروسته نن ماسپښین له کویټ سره لوبه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د فوټبال فدراسیون مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ وویل، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د کانټینینټل کپ سیالیو په دویمه لوبه کې له کویټ سره لوبه وکړي.
 
د دغه فدراسیون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه لوبه به د سې شنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۳مه د کابل پر وخت ماسپښین ۲ بجې په تایلنډ کې ترسره شي.
 
د فوټسال ملي لوبډلې د شنبې په ورځ خپله لومړۍ لوبه له ګواتیمالا څخه ۴-۵ وګټله.
https://avapress.com/vdci3qarwt1a3r2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته