کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فوټسال ملي لوبډله نن له کویټ سره لوبه کوي

13 سنبله 1403 ساعت 10:46

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د ګواتیمالا پر وړاندې له لومړۍ بریا وروسته نن ماسپښین له کویټ سره لوبه وکړي.


آوا: د افغانستان د فوټبال فدراسیون مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ وویل، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د کانټینینټل کپ سیالیو په دویمه لوبه کې له کویټ سره لوبه وکړي.
 
د دغه فدراسیون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه لوبه به د سې شنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۳مه د کابل پر وخت ماسپښین ۲ بجې په تایلنډ کې ترسره شي.
 
د فوټسال ملي لوبډلې د شنبې په ورځ خپله لومړۍ لوبه له ګواتیمالا څخه ۴-۵ وګټله.


د مطلب کود: 296295

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296295/د-فوټسال-ملي-لوبډله-نن-له-کویټ-سره-لوبه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com