دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۱
د مطلب کود : 296293
په سرپل ولایت کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نجونو یو ښوونځی پرانیستل شو
د سرپل د پوهنې ریاست چارواکي د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نجونو د یوه ښوونځي د پرانیستلو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس: د سرپل ولایت د پوهنې ریاست د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۵ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نجونو د یوه ښوونځی ودانۍ پرانستله.
 
د دغه رياست د مسوولينو په وينا، دغه ودانۍ په يوه پوړ کې اته درسي خونې لري، چې د يوې مرستندويه ادارې له خوا جوړه شوې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره سلګونو زده کوونکو ته د زده کړې مناسب چاپېريال برابر شوى دى.
 
په تېرو دريو کلونو کې په ټول هېواد کې د سرپرست حکومت له خوا په سلګونو ښوونځي جوړ شوي دي.
https://avapress.com/vdcgy39xwak9yx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته