کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سرپل ولایت کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نجونو یو ښوونځی پرانیستل شو

13 سنبله 1403 ساعت 10:41

د سرپل د پوهنې ریاست چارواکي د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نجونو د یوه ښوونځي د پرانیستلو خبر ورکوي.


آوا: د سرپل ولایت د پوهنې ریاست د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۵ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نجونو د یوه ښوونځی ودانۍ پرانستله.
 
د دغه رياست د مسوولينو په وينا، دغه ودانۍ په يوه پوړ کې اته درسي خونې لري، چې د يوې مرستندويه ادارې له خوا جوړه شوې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره سلګونو زده کوونکو ته د زده کړې مناسب چاپېريال برابر شوى دى.
 
په تېرو دريو کلونو کې په ټول هېواد کې د سرپرست حکومت له خوا په سلګونو ښوونځي جوړ شوي دي.


د مطلب کود: 296293

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296293/په-سرپل-ولایت-کې-د-څه-باندې-۱۵-میلیونه-افغانیو-لګښت-نجونو-یو-ښوونځی-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com