دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 296046
په پنجشیر ولایت کې د سترګو د ۴۰۰۰ ناروغانو درملنه وشوه
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په پنجشیر ولایت کې یې د سترګو د ۴۰۰۰ ناروغیو درملنه کړې او په پنجشیر کې ګرځنده ټیمونه فعال دي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي چې په پنجشیر ولایت کې د سترګو په ناروغۍ د اخته ۴۰۰۰ کسانو درملنه شوې ده.
 
د پنجشېر ولايت د عامې روغتيا رييس حجت الله محمدي وويل، چې دغه ناروغان د عامې روغتيا وزارت د سترګو د ګرځنده روغتيايي ټيمونو له خوا لس ورځې د دغه ولايت په رخه روغتون کې معاينه او تداوي شول.
 
د سترګو د ناروغانو د درملنې سربیره، ټیم د سترګو 500 عملیات هم ترسره کړي او 500 ضعیف لید لرونکي خلکو ته شیشې ویشلې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کلونو کې سترګو ته د نه پاملرنې له امله په هېواد کې د سترګو ناروغۍ زياتې شوې دي. همدارنګه، په هیواد کې سترګو ته لږ پاملرنه کیږي، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې.
https://avapress.com/vdcc0eqie2bqox8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته