کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پنجشیر ولایت کې د سترګو د ۴۰۰۰ ناروغانو درملنه وشوه

7 سنبله 1403 ساعت 15:30

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په پنجشیر ولایت کې یې د سترګو د ۴۰۰۰ ناروغیو درملنه کړې او په پنجشیر کې ګرځنده ټیمونه فعال دي.


آوا: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي چې په پنجشیر ولایت کې د سترګو په ناروغۍ د اخته ۴۰۰۰ کسانو درملنه شوې ده.
 
د پنجشېر ولايت د عامې روغتيا رييس حجت الله محمدي وويل، چې دغه ناروغان د عامې روغتيا وزارت د سترګو د ګرځنده روغتيايي ټيمونو له خوا لس ورځې د دغه ولايت په رخه روغتون کې معاينه او تداوي شول.
 
د سترګو د ناروغانو د درملنې سربیره، ټیم د سترګو 500 عملیات هم ترسره کړي او 500 ضعیف لید لرونکي خلکو ته شیشې ویشلې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کلونو کې سترګو ته د نه پاملرنې له امله په هېواد کې د سترګو ناروغۍ زياتې شوې دي. همدارنګه، په هیواد کې سترګو ته لږ پاملرنه کیږي، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې.


د مطلب کود: 296046

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296046/په-پنجشیر-ولایت-کې-د-سترګو-۴۰۰۰-ناروغانو-درملنه-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com