دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۹:۴۸
د مطلب کود : 296000
اوچا: ۶۷ سلنه افغانان اوبو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې لري
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، په افغانستان کې ۶۷ سلنه کورنۍ اوبو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه اداره د سه شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وایی چې په افغانستان کې د تودوخې لوړیدو د اوبو کمښت لاپسې زیات کړی دی.
 
OCHA زیاته کړه، د افغانستان په کلیوالو سیمو کې کورنۍ د اوبو ترلاسه کولو لپاره په اوسط ډول ۱۷ دقیقې مزل کوي، په داسې حال کې چې په ښاري سیمو کې دوی د تیر کال په پرتله دوه برابره پیسې ورکوي.
 
د OCHA په وینا، په 2021 کې، په افغانستان کې 48 سلنه کورنۍ اوبو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې درلودې.
 
افغانستان له دریو کلونو راهیسې له سختې وچکالۍ سره مخ دی چې په پایله کې یې د څښاک اوبو ته لاسرسی په ډراماتیک ډول کم شوی دی.
 
د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد اوسېدونکي په پرله پسې ډول د څښاک د پاکو اوبو له کمښت څخه شکایت کوي.
https://avapress.com/vdccxeqix2bqox8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته