کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوچا: ۶۷ سلنه افغانان اوبو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې لري

6 سنبله 1403 ساعت 19:48

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، په افغانستان کې ۶۷ سلنه کورنۍ اوبو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.


آوا - کابل: دغه اداره د سه شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وایی چې په افغانستان کې د تودوخې لوړیدو د اوبو کمښت لاپسې زیات کړی دی.
 
OCHA زیاته کړه، د افغانستان په کلیوالو سیمو کې کورنۍ د اوبو ترلاسه کولو لپاره په اوسط ډول ۱۷ دقیقې مزل کوي، په داسې حال کې چې په ښاري سیمو کې دوی د تیر کال په پرتله دوه برابره پیسې ورکوي.
 
د OCHA په وینا، په 2021 کې، په افغانستان کې 48 سلنه کورنۍ اوبو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې درلودې.
 
افغانستان له دریو کلونو راهیسې له سختې وچکالۍ سره مخ دی چې په پایله کې یې د څښاک اوبو ته لاسرسی په ډراماتیک ډول کم شوی دی.
 
د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد اوسېدونکي په پرله پسې ډول د څښاک د پاکو اوبو له کمښت څخه شکایت کوي.


د مطلب کود: 296000

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296000/اوچا-۶۷-سلنه-افغانان-اوبو-ته-د-لاسرسي-په-برخه-کې-ستونزې-لري

آوا
  https://www.avapress.com