دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 295895
اروپايي ټولنه د افغان ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې لپاره ۱۳ میلیونه یورو مرسته کوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) له افغانستان سره د خوارځواکۍ د درملنې او د ماشومانو د تعلیم په برخه کې ۱۳ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) د افغانستان څانګې په خپله پاڼه کې لیکلي، چې ۱۳ میلیونه یورو به د څه باندې ۷۸ زره ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې او ښوونې او روزنې په برخه کې ولګول شي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تر دې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې درې میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.
 
WFP شاوخوا دوه میاشتې وړاندې هم ویلي و چې په هیواد کې له هرو دریو خوارځواکي ماشومانو څخه یوازې یو یې مرسته کولی شي.
https://avapress.com/vdcdnk0xkyt0nj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته