کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي ټولنه د افغان ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې لپاره ۱۳ میلیونه یورو مرسته کوي

5 سنبله 1403 ساعت 11:16

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) له افغانستان سره د خوارځواکۍ د درملنې او د ماشومانو د تعلیم په برخه کې ۱۳ میلیونه یورو مرسته کړې ده.


آوا – کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) د افغانستان څانګې په خپله پاڼه کې لیکلي، چې ۱۳ میلیونه یورو به د څه باندې ۷۸ زره ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې او ښوونې او روزنې په برخه کې ولګول شي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تر دې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې درې میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.
 
WFP شاوخوا دوه میاشتې وړاندې هم ویلي و چې په هیواد کې له هرو دریو خوارځواکي ماشومانو څخه یوازې یو یې مرسته کولی شي.


د مطلب کود: 295895

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295895/اروپايي-ټولنه-د-افغان-ماشومانو-خوارځواکۍ-درملنې-لپاره-۱۳-میلیونه-یورو-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.com