دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 295670
د هېواد د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډله به له تاجکستان سره مخامخ شي
د اسيايي سياليو په دوام د افغانستان د فوټبال د ١٧ کلنو ملي ټيم به په خپله دويمه لوبه کې د تاجکستان له ملي ټيم سره مخامخ شي.
افغان غږ خبری آژانس: د هېواد د فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه د چهارشنبې په ورځ د اسد ۳۱ مه د کابل پر وخت د شپې ۹ بجې ترسره کېږي.

د يادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې د هېواد ملي لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې د قرغزستان لوبډلې ته دوه د صفر په مقابل کې ماتې ورکړې وه.

له څو ورځو راهیسې د افغانستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او قرغزستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلو په ګډون د کافا سیالۍ پیلیږي.
https://avapress.com/vdcefn8w7jh8opi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته