کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډله به له تاجکستان سره مخامخ شي

31 اسد 1403 ساعت 14:13

د اسيايي سياليو په دوام د افغانستان د فوټبال د ١٧ کلنو ملي ټيم به په خپله دويمه لوبه کې د تاجکستان له ملي ټيم سره مخامخ شي.


آوا: د هېواد د فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه د چهارشنبې په ورځ د اسد ۳۱ مه د کابل پر وخت د شپې ۹ بجې ترسره کېږي.

د يادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې د هېواد ملي لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې د قرغزستان لوبډلې ته دوه د صفر په مقابل کې ماتې ورکړې وه.

له څو ورځو راهیسې د افغانستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او قرغزستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلو په ګډون د کافا سیالۍ پیلیږي.


د مطلب کود: 295670

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295670/د-هېواد-فوټبال-۱۷-کلنو-ملي-لوبډله-له-تاجکستان-سره-مخامخ-شي

آوا
  https://www.avapress.com