دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 295597
د هېواد د فوټبال د ۱۷ کلنو لوبډلې د قرغزستان لوبډلې ته ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې د قرغزستان د فوټبال ملي لوبډلې ته د منځنۍ اسیا د ملتونو د جام په سیالیو کې ۲-۰ ماتې ورکړه.
افغان غږ خبری آژانس: دغه لوبه پرون د دوشنبې په ورځ (د اسد ۲۹) د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې د کابل پر وخت شپږ بجې پیل شوه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، چې دواړه ګولونه د لوبې په لومړۍ نیمايي کې وشول او آرش احمدي او یاسر صافي د دغو ګولونه ووهل.

افغانستان د دې سیالیو په "E" ګروپ کې له قرغزستان او تاجکستان سره دی.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې تېر کال په دې سياليو کې درېيم مقام خپل کړ او د برونزو مډال يې وګاټه.
 
https://avapress.com/vdccopqim2bqop8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته