د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې د قرغزستان د فوټبال ملي لوبډلې ته د منځنۍ اسیا د ملتونو د جام په سیالیو کې ۲-۰ ماتې ورکړه.
د هېواد د فوټبال د ۱۷ کلنو لوبډلې د قرغزستان لوبډلې ته ماتې ورکړه
30 اسد 1403 ساعت 13:33
د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې د قرغزستان د فوټبال ملي لوبډلې ته د منځنۍ اسیا د ملتونو د جام په سیالیو کې ۲-۰ ماتې ورکړه.
آوا: دغه لوبه پرون د دوشنبې په ورځ (د اسد ۲۹) د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې د کابل پر وخت شپږ بجې پیل شوه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، چې دواړه ګولونه د لوبې په لومړۍ نیمايي کې وشول او آرش احمدي او یاسر صافي د دغو ګولونه ووهل.
افغانستان د دې سیالیو په "E" ګروپ کې له قرغزستان او تاجکستان سره دی.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې تېر کال په دې سياليو کې درېيم مقام خپل کړ او د برونزو مډال يې وګاټه.
د مطلب کود: 295597