افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د جودو د لوبډلې غړی محمد صمیم فیضزاد نن د پاریس د المپیک په سیالیو کې د خپل اتریش سیال، ویچد بورکاشویلي سره مخامخ کیږي.
د پاریس د المپیک په سیالیو کې له افغانستان څخه د دریو ښځو او دریو نارینه وو په ګډون شپږو ورزشکارانو په څلورو لوبو کې برخه اخیستې ده.
یولدوز هاشمي د پاریس د المپیک په لوبو کې د سړک د بایسکل ځغلولو په برخه کې د ۳۵ بایسکل ځغلونکو په منځ کې ۲۶م مقام خپل کړ.
د پاریس اولمپیک لوبې د جولای په ۲۶ مه پیل شوې او د اګست په ۱۱ به پای ته ورسیږي.