کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نن به افغان جودوکا د المپیک په سیالیو کې ولوبیږي

9 اسد 1403 ساعت 10:11

د پاریس د المپیک په سیالیو کې به نن د افغانستان د جودو د لوبډلې غړی محمد صمیم فیضزاد د خپل استرالیایی حریف ویچد بورچاشویلي سره سیالي وکړي.


آوا: د افغانستان د جودو د لوبډلې غړی محمد صمیم فیضزاد نن د پاریس د المپیک په سیالیو کې د خپل اتریش سیال، ویچد بورکاشویلي سره مخامخ کیږي.

د پاریس د المپیک په سیالیو کې له افغانستان څخه د دریو ښځو او دریو نارینه وو په ګډون شپږو ورزشکارانو په څلورو لوبو کې برخه اخیستې ده.

یولدوز هاشمي د پاریس د المپیک په لوبو کې د سړک د بایسکل ځغلولو په برخه کې د ۳۵ بایسکل ځغلونکو په منځ کې ۲۶م مقام خپل کړ.

د پاریس اولمپیک لوبې د جولای په ۲۶ مه پیل شوې او د اګست په ۱۱ به پای ته ورسیږي.


د مطلب کود: 294400

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294400/نن-افغان-جودوکا-د-المپیک-په-سیالیو-کې-ولوبیږي

آوا
  https://www.avapress.com