افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان کرکټ بورډ د اعلامیې له مخې، د کرکټ نړیوالې شورا کلنۍ غونډه په سریلانکا کې ترسره شوه.
د هېواد د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د دې ناستې په څنډه کې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د سویلي افریقا، نیوزیلینډ او ویسټ انډیا کرکټ بورډونو له رئیسانو سره د چمپینز ټرافي مخکې د لوبو د مساوي کولو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز په دې کتنه کې د کرکټ بورډ عمومي رييس ميرويس اشرف د بنګله دېش، زمبابوې، متحده عربي اماراتو او پاکستان له الف لوبډلو سره د ١٩ کلنو ځوانانو د درې اړخيزو سياليو په اړه هم خبرې وکړې.
باید وویل شي، چې د افغانستان کرکټ بورډ به په راتلونکو څو ورځو کې د دغو لوبو کره نېټه اعلان کړي.