کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرکټ نړیوال شورا کلنۍ غونډه په سریلانکا کې ترسره شوه

4 اسد 1403 ساعت 9:09

د افغانستان کرکټ بورډ په سریلانکا کې د کرکټ د نړیوالې شورا کلنۍ غونډه اعلان کړه او ویې ویل چې د غونډې په څنډه کې د هېواد د کرکټ بورډ مشرتابه د سویلي افریقا، نیوزیلینډ او ویسټ اینډیز د کرکټ بورډونو له رئیسانو سره خبرې وکړې.


آوا - کابل: د افغانستان کرکټ بورډ د اعلامیې له مخې، د کرکټ نړیوالې شورا کلنۍ غونډه په سریلانکا کې ترسره شوه.

د هېواد د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د دې ناستې په څنډه کې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د سویلي افریقا، نیوزیلینډ او ویسټ انډیا کرکټ بورډونو له رئیسانو سره د چمپینز ټرافي مخکې د لوبو د مساوي کولو په اړه خبرې وکړې.

 دغه راز په دې کتنه کې د کرکټ بورډ عمومي رييس ميرويس اشرف د بنګله دېش، زمبابوې، متحده عربي اماراتو او پاکستان له الف لوبډلو سره د ١٩ کلنو ځوانانو د درې اړخيزو سياليو په اړه هم خبرې وکړې.

باید وویل شي، چې د افغانستان کرکټ بورډ به په راتلونکو څو ورځو کې د دغو لوبو کره نېټه اعلان کړي.


د مطلب کود: 294110

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294110/د-کرکټ-نړیوال-شورا-کلنۍ-غونډه-په-سریلانکا-کې-ترسره-شوه

آوا
  https://www.avapress.com