افغان غږ خبری آژانس: دغه لوبه نن سهار (د سرطان ۵ مه) د اتو غوره سیالیو په لړ کې د ویسټ انډیز په «هارونسویل» لوبغالي کې ترسره شوه.
افغانستان د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۱۱۶ منډې هدف وټاکه.
خو بنګله دېش وکړای شول چې ۱۰۵ منډې وکړي او خپل ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړي.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان د کرکټ د جام نیمه پای لوبې ته رسېږي.
افغانستان به له جنوبي افریقا سره مخامخ شي.
په دې بریا سره د افغانستان نمرې ۴ ته ورسېدې او د جدول په سر کې به له هند وروسته دوهمه لوبډله ګڼل کېږي.