کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال د کرکټ نړیوال جام نیمه پای لوبې ته لاره پیدا کړه

5 سرطان 1403 ساعت 10:54

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دېش لوبډلې ته د ۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د ۲۰۲۴ کال د کرکټ نړیوال جام نیمه پای لوبې ته لاره پیدا کړه.


آوا: دغه لوبه نن سهار (د سرطان ۵ مه) د اتو غوره سیالیو په لړ کې د ویسټ انډیز په «هارونسویل» لوبغالي کې ترسره شوه.
 
افغانستان د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۱۱۶ منډې هدف وټاکه.
 
خو بنګله دېش وکړای شول چې ۱۰۵ منډې وکړي او خپل ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړي.
 
دا لومړی ځل دی چې افغانستان د کرکټ د جام نیمه پای لوبې ته رسېږي.
 
افغانستان به له جنوبي افریقا سره مخامخ شي.
 
په دې بریا سره د افغانستان نمرې ۴ ته ورسېدې او د جدول په سر کې به له هند وروسته دوهمه لوبډله ګڼل کېږي.


د مطلب کود: 292432

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292432/د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډلې-۲۰۲۴-کال-نړیوال-جام-نیمه-پای-لوبې-ته-لاره-پیدا-کړه

آوا
  https://www.avapress.com