دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 292423
د افغانستان د کانونو په سکټور کې پانګونې ته د سویلي افریقا د پانګوالو د لېوالتیا څرګندونه
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر اعلان کړی چې د سویلي افریقا یو شمیر پانګوالو، پوهانو او د روغتیا په برخه کې کارپوهانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې د پرمختللې ټکنالوژۍ په کارولو سره د دغه هیواد د کانونو او روغتیا په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر د سویلي افریقا له یو شمیر پانګوالو، پوهانو او کارپوهانو سره د ملا عبدالغني برادر د لیدنې خبر ورکړی دی.
 
د دغه هېواد متخصصینو ویلي، چې دوی غواړي په افغانستان کې له روغتیايي سکتور څخه د ملاتړ په موخه د عامې روغتیا له وزارت سره په همغږۍ یو مجهز او معیاري روغتون جوړ کړي.
 
بل خوا ملا عبدالغني برادر اخند د سویلي افریقا له پانګوالو، پوهانو او متخصصینو سره د روغتیا په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې اوس په افغانستان کې د پانګونې ښه زمینه برابره شوې او کورني او بهرني پانګوال کولای شي له دې پروژې ګټه واخلي. 
https://avapress.com/vdchiinix23nwkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته