دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 292563
په بامیان کې د سیلابونو له امله ځاني او مالي زیانونه اوښني
د باميان ولايت په ورس، پنجاب، کهمرد او يکاولنګ ولسواليو کې سختو بارانونو او سيلابونو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بامیان د والي ویاند صبور فرزان سیغاني وايي، د یکاولنګ نمبر۱ ولسوالۍ کې د تېرې ورځې سېلابونو له امله ۷ تنه مړه او ۱۰ تنه نور ورک دي.

سيغاني دغه راز زياته کړه: په دې پيښه کې ٣٥ څاروي له منځه تللي او جوماتونه، د استوګنې کورونه، د ځمکۍ او کرنيزو اوبو کانالونه، زيات شمېر غنم او د اوبو سرچينې هم ويجاړې شوې دي.

د هغه په ​​وينا، د باميان والي د زياتو سېلابونو د مخنيوي او له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه يوکاولنګ ولسوالۍ ته ولاړ او د اړوندو ادارو له مسوولينو يې وغوښتل، چې د ياد رياست په ګډون يو پلاوى ولېږي. 

د باميان والي د خپلي خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د شهيدانو روح ته د دعا ترڅنګ د هغږي له خپلوانو او خلکو سره د سېلاب ځپلو سيمو وضعيت وڅيړه او زيانمنو ته يې ډاډ ورکړ چې ژر تر ژره به د دغه ولايت له لوري يو با صلاحيته پلاوى ولېږي. 

د يادونې ده، چې د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې سېلابونو په ټول هېواد کې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
https://avapress.com/vdcceiqi12bqop8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته