کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بامیان کې د سیلابونو له امله ځاني او مالي زیانونه اوښني

7 سرطان 1403 ساعت 11:14

د باميان ولايت په ورس، پنجاب، کهمرد او يکاولنګ ولسواليو کې سختو بارانونو او سيلابونو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.


آوا - کابل: د بامیان د والي ویاند صبور فرزان سیغاني وايي، د یکاولنګ نمبر۱ ولسوالۍ کې د تېرې ورځې سېلابونو له امله ۷ تنه مړه او ۱۰ تنه نور ورک دي.

سيغاني دغه راز زياته کړه: په دې پيښه کې ٣٥ څاروي له منځه تللي او جوماتونه، د استوګنې کورونه، د ځمکۍ او کرنيزو اوبو کانالونه، زيات شمېر غنم او د اوبو سرچينې هم ويجاړې شوې دي.

د هغه په ​​وينا، د باميان والي د زياتو سېلابونو د مخنيوي او له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه يوکاولنګ ولسوالۍ ته ولاړ او د اړوندو ادارو له مسوولينو يې وغوښتل، چې د ياد رياست په ګډون يو پلاوى ولېږي. 

د باميان والي د خپلي خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د شهيدانو روح ته د دعا ترڅنګ د هغږي له خپلوانو او خلکو سره د سېلاب ځپلو سيمو وضعيت وڅيړه او زيانمنو ته يې ډاډ ورکړ چې ژر تر ژره به د دغه ولايت له لوري يو با صلاحيته پلاوى ولېږي. 

د يادونې ده، چې د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې سېلابونو په ټول هېواد کې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.


د مطلب کود: 292563

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292563/په-بامیان-کې-د-سیلابونو-له-امله-ځاني-او-مالي-زیانونه-اوښني

آوا
  https://www.avapress.com