د افغانستان د کانونو په سکټور کې پانګونې ته د سویلي افریقا د پانګوالو د لېوالتیا څرګندونه
آوا - کابل: د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر د سویلي افریقا له یو شمیر پانګوالو، پوهانو او کارپوهانو سره د ملا عبدالغني برادر د لیدنې خبر ورکړی دی.
د دغه هېواد متخصصینو ویلي، چې دوی غواړي په افغانستان کې له روغتیايي سکتور څخه د ملاتړ په موخه د عامې روغتیا له وزارت سره په همغږۍ یو مجهز او معیاري روغتون جوړ کړي.
بل خوا ملا عبدالغني برادر اخند د سویلي افریقا له پانګوالو، پوهانو او متخصصینو سره د روغتیا په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې اوس په افغانستان کې د پانګونې ښه زمینه برابره شوې او کورني او بهرني پانګوال کولای شي له دې پروژې ګټه واخلي.