افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشی کورومیا سره وکتل. .
په دې کتنه کې د روغتیا په برخه کې د افغانستان او جاپان ترمنځ پر ګډو او دوامداره همکاریو خبرې وشوې.
په دې کتنه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست له جاپان څخه وغوښتل چې د ساري ناروغیو د درملنې، د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو او د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
باید وویل شي، چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله د هېواد روغتیايي سیستم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی.