کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو په برخه کې د جاپان د مرستې غوښتنه وکړه

7 سرطان 1403 ساعت 9:52

د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د جاپان له سفیر سره په کتنه کې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ساري ناروغیو د درملنې او د روغتیايي مرکزونو د جوړولو په برخه کې د دغه هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشی کورومیا سره وکتل. .

په دې کتنه کې د روغتیا په برخه کې د افغانستان او جاپان ترمنځ پر ګډو او دوامداره همکاریو خبرې وشوې.

په دې کتنه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست له جاپان څخه وغوښتل چې د ساري ناروغیو د درملنې، د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو او د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

باید وویل شي، چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله د هېواد روغتیايي سیستم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی.


د مطلب کود: 292553

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292553/د-عامې-روغتیا-وزارت-په-هېواد-کې-روغتیايي-مرکزونو-جوړولو-برخه-جاپان-مرستې-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com