دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 291377
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰ اوریزو نړیوال جام سیالیو ته چمتووالی نیسي
د افغانستان کرکټ بورډ د شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو لپاره د هیواد د کرکټ ملي لوبډلې چمتووالی اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات رسنیو ته وویل، د هېواد د کرکټ ملي لوبډله په ۲۰ اوریزه نړیوال جام کې د ګډون لپاره پوره چمتووالی لري.

د ښاغلي سادات په خبره، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې خپل تمرینات بشپړ کړي او ویسټ انډیز ته تر تګ مخکې یې یو شمېر افغان لوبغاړو د هند په غوره لیګ او دغه راز په کابل کې د ۲۰ اوریزه کرکټ ملي کپ "قوش تپه" سیالیو کې هم برخه اخیستې ده. 

د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه راتلونکې شنبه له یوګانډا سره کوي.
https://avapress.com/vdcefz8wfjh8oxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته