کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰ اوریزو نړیوال جام سیالیو ته چمتووالی نیسي

13 جوزا 1403 ساعت 10:29

د افغانستان کرکټ بورډ د شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو لپاره د هیواد د کرکټ ملي لوبډلې چمتووالی اعلان کړ.


آوا: د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات رسنیو ته وویل، د هېواد د کرکټ ملي لوبډله په ۲۰ اوریزه نړیوال جام کې د ګډون لپاره پوره چمتووالی لري.

د ښاغلي سادات په خبره، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې خپل تمرینات بشپړ کړي او ویسټ انډیز ته تر تګ مخکې یې یو شمېر افغان لوبغاړو د هند په غوره لیګ او دغه راز په کابل کې د ۲۰ اوریزه کرکټ ملي کپ "قوش تپه" سیالیو کې هم برخه اخیستې ده. 

د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه راتلونکې شنبه له یوګانډا سره کوي.


د مطلب کود: 291377

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291377/د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډله-۲۰-اوریزو-نړیوال-جام-سیالیو-ته-چمتووالی-نیسي

آوا
  https://www.avapress.com