دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 291309
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سکاټلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه
د افغانستان کرکټ بورډ د سکاټلنډ د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې په دویمه دوستانه لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بریا اعلان کړه.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د افغانستان او سکاټلنډ د کرکټ ملي لوبډلې د دوستانه سیالیو او نړیوال جام ته د چمتووالي په چوکاټ کې پرون ماښام (جمعه د جوزا ۱۱ مه) لوبه وکړه چې د افغانستان ملي لوبډله د سکاټلنډ د کرکټ ملي لوبډلې ته د ۵۵ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د کرېکټ نړیوال جام به په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان په ګډون د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د امریکا او ویسټ انډیز په کوربه توب ترسره شي.
https://avapress.com/vdcjyve8huqehtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته