کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سکاټلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

12 جوزا 1403 ساعت 10:20

د افغانستان کرکټ بورډ د سکاټلنډ د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې په دویمه دوستانه لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بریا اعلان کړه.


آوا: د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د افغانستان او سکاټلنډ د کرکټ ملي لوبډلې د دوستانه سیالیو او نړیوال جام ته د چمتووالي په چوکاټ کې پرون ماښام (جمعه د جوزا ۱۱ مه) لوبه وکړه چې د افغانستان ملي لوبډله د سکاټلنډ د کرکټ ملي لوبډلې ته د ۵۵ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د کرېکټ نړیوال جام به په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان په ګډون د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د امریکا او ویسټ انډیز په کوربه توب ترسره شي.


د مطلب کود: 291309

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291309/د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډلې-سکاټلنډ-ته-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com